ډيووس 18 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان د غېر ملكي سرمايه كارو لپاره غوره هېواد دے٬ پاكستان كښې د ذكر وړ ريكوري كېږي او ټولې اقتصادي اشاريې مثبتې دي۔ده د نړيوال اقتصادي فورم 47مې غوڼډې په موقع د سټينډرډ چارټر بانك ډلې چيف ايګزېكټيو افسر جوز وينالز سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ د سټينډر چارټرډ بانك ډلې چيف ايګزيكټيو افسر جوز وينالز ووئيل پاكستان د سټينډرډ چارټر بانك مهم پارټنر دے او د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په پروژه كښې سټينډرډ چارټر بانك د چين بانك سره كار كوي۔ده ووئيل زمونږ بانك د سمال او مېډيم انټرپرائزز ښه والي لپاره كار كوي٬ده ووئيل د پاكستان اقتصادي وضعه په سم لوري روان ده٬ده ووئيل هېواد كښې ځينې مثبت بدلونونه رامخې ته شوي او د سرمايه كارو باور زيات شوې۔ده ووئيل امنيت او د توان په اړه د پاكستان په پرمختګ مونږ خوشحاله يو۔سټينډرډ چارټر بانك د تېرو څو لسيزو راهسې پاكستان كښې كار كوي۔وزيراعظم نړيوال اقتصادي فورم كښې د كارپورېشنز مشرانو سره پرله پسې ملاقاتونه كوي چې پكښې به هغه پاكستان كښې خپل آپرېشنز ته په پراختيا وركولو زور راوړي