عمران خان او جهانګیر ترین د ټاكنو كمېسون څخه استثنیٰ وغوښته ، ھغوي پاکستان او ادارې تباه كول غواړي

اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي)د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز وئيلي دې عمران خان او جهانګیر ترین د ټاكنو كمېسون څخه استثنیٰ غوښتې ده ، ھغوي پاکستان او ادارې تباه كول غواړي۔د شورو په ورځ په ټاكنو كمېسون كښې د رېفرنس اورېدو نه پس ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل عمران خان په الېکشن کمیشن كښې د ځواب وركولو نه تخښتي٬ ھغه هېواد٬ پارلمان٬ معيشت او ادارې تباه …

اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي)د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز وئيلي دې عمران خان او جهانګیر ترین د ټاكنو كمېسون څخه استثنیٰ غوښتې ده ، ھغوي پاکستان او ادارې تباه كول غواړي۔د شورو په ورځ په ټاكنو كمېسون كښې د رېفرنس اورېدو نه پس ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل عمران خان په الېکشن کمیشن كښې د ځواب وركولو نه تخښتي٬ ھغه هېواد٬ پارلمان٬ معيشت او ادارې تباه كول غواړي او د پاکستان عزت ته زيان رسوي ۔ ده ووئيل عمران خان د بني ګالا د جائيداد اخستو او د مني ټرېل وركولو له چمتو نه دے۔ده ووئيل عمران خان د بني ګالا پحقله ايوان كښې دروغ وئيلي او په ھغې كښې د راشد خان نامه هم رامخې ته كيږي