د پنځو برآمدي څانګو ټېكس ختمېدو سره به په برآمدات زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي

اسلام آباد 17 جنوري(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير خرم دستګیر خان وئيلي دې چې برآمدي څانګه پرمختګ كوي٬ د پنځو برآمدي څانګو ټېكس ختمېدو سره به په برآمدات زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو سيد طاهر حسېن مشهدي او سليم اېچ مانډوي والا د پوښتنو په ځواب ده ووئيل هېواد د دريو كالو راهسې تجارتي زيان سره …

اسلام آباد 17 جنوري(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير خرم دستګیر خان وئيلي دې چې برآمدي څانګه پرمختګ كوي٬ د پنځو برآمدي څانګو ټېكس ختمېدو سره به په برآمدات زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو سيد طاهر حسېن مشهدي او سليم اېچ مانډوي والا د پوښتنو په ځواب ده ووئيل هېواد د دريو كالو راهسې تجارتي زيان سره مخ دے۔ ده ووئيل د 16-2015 په مهال تجارتي زيان 23 اربه 96 كروړه روپۍ رېكارډ كړې شوې ۔ ده ووئيل وزیراعظم برآمد كوٶنكو له د 180 اربه روپو ډيوټي ډرا بېك سپورټ اعلان كړې دغسې چې زموبږ برآمد كوٶنكي د نړۍ مقابله وكړي۔ ده ووئيل مونږ په آزاد تجارتي لوظنامو نظر ثاني كوٶ۔ ده ووئيل نړۍ اوس بدله شوې٬ پاکستان هم په برآمدي څانګه كښې پرمختګ كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د حكومت لخوا د پنځو برآمدي څانګو ټېكس ختمېدو سره به په برآمدات زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ تركيې او تهائي لېنډ سره د آزاد تجارت تړون له خبرې روانې دي