بي بي سي چې كوم دريځ خپل كړے دا هغه دے كوم چې حسېن نواز عدالت ته وړاندې كړې

اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري وئيلي دي بي بي سي چې كوم دريځ خپل كړے دا هغه دے كوم چې حسېن نواز عدالت ته وړاندې كړې۔ تر 2016 نواز شريف نه وېرېدونكي اوس په كال 2017 او 2018 كښې مريم نواز شريف نه وېريږي۔ د قانون او اولس په عدالت كښې كامياب شو۔ د …

اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري وئيلي دي بي بي سي چې كوم دريځ خپل كړے دا هغه دے كوم چې حسېن نواز عدالت ته وړاندې كړې۔ تر 2016 نواز شريف نه وېرېدونكي اوس په كال 2017 او 2018 كښې مريم نواز شريف نه وېريږي۔ د قانون او اولس په عدالت كښې كامياب شو۔ د ګل په ورځ سترې محكمې څخه بهر میډیا سره خبرو كښې ده ووئيل يخني زياتېدو سره د عمران خان ارمانونه هم يخېږي۔ د ورځو تېرېدو سره عمران خان كېس كښې ماتې خوړلو پلو روان دے۔ ده ووئيل عمران خان هره اونۍ په جلسو كښې يوه نه يوه پرېكړه كوي۔ او كله چې عدالت ته راشي نو سر هم پورته كولې نه شي۔ ده هيله ولرله چې پرېكړه به د وزيراعظم محمد نواز شريف په حق كښې راشي۔ ده ووئيل مونږ به د عدالت دننه هم مقابله كوؤ۔ ده ووئيل د نواز شريف نامه په پانامه پېپرز كښې نشته او نه پراپرټۍ سره دې كوم تعلق لري