اسلام آباد 14 جنوری (اے پی پی) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وزير چوهدری محمد برجیس طاهر وئيلي دي پانامه کېس كښې به عمران خان او د هغه ګوند ماتې سره مخ كېږي۔ ده ووئيل عمران خان جلسو،دھرنو او د میډیا په وړاندې د نواز شریف او د هغه د كورنۍ په اړه ثبوت ښودلو خو بيا په سپریم کورټ كښې د نوازشریف او د هغه د كورنۍ په …
پانامه کېس كښې به عمران خان په سپریم کورټ كښې د ماتې سره مخ كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 14 جنوری (اے پی پی) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وزير چوهدری محمد برجیس طاهر وئيلي دي پانامه کېس كښې به عمران خان او د هغه ګوند ماتې سره مخ كېږي۔ ده ووئيل عمران خان جلسو،دھرنو او د میډیا په وړاندې د نواز شریف او د هغه د كورنۍ په اړه ثبوت ښودلو خو بيا په سپریم کورټ كښې د نوازشریف او د هغه د كورنۍ په ضد دستاویزی ثبوت نه لرلو كښې ناكامه شوې۔ ننکانه ضلع شاہ کوټ تحصیل نظام پورہ چیلیانواله كلي كښې د سوئی ګاز پرانستې دستورې په مهال ده ووئيل پانامه لیکس په اړه د نواز شریف او د هغه د كورنۍ په ضد عمران خان او د هغه ګوند ثبورت وړاندې كولو كښې ناكامه شوې او هم دغه وجه ده چې د تحریك انصاف وکيلان اوس د کېس څخه د ډډې كولو هڅه كوي۔ ده ووئيل د افسوس خبره ده چې عمران خان ټاكنو كښې د ټګۍ او بيا د پانامه لیکس په اړه د وګړو وخت ضائع کړې او پرمختګ او سوكالۍ سفر ډی ریل کولو هڅه ئې كړي۔ ده ووئيل نن خېبرپښتونخوا كښې د عمران خان حکومت دے خو د هغه حکومت کے پی اولس لپاره د ذکر وړ پروژې پيل كولو كښې ناكامه شوے







