په قامی كچه د وړومبنې جدید آرټ میوزیم پرانسته به سږ كال تر آخر وشي

اسلام آباد 14 جنوری(اے پی پی) د وزیر اعظم د قامی تاریخ او ادبی ورثې سلاحكار عرفان صدیقی وئيلي دي په قامی كچه د وړومبنې جدید آرټ میوزیم پرانسته به سږ كال تر آخر وشي، قامی میوزیم لپاره 3.24 ایکړه رقبې ترلاسه كولو او د ری ډیزائنګ كار روان دے، راروان كال به تعمیراتی کار پيل شي۔ اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل قامی عجائب ګھر …

اسلام آباد 14 جنوری(اے پی پی) د وزیر اعظم د قامی تاریخ او ادبی ورثې سلاحكار عرفان صدیقی وئيلي دي په قامی كچه د وړومبنې جدید آرټ میوزیم پرانسته به سږ كال تر آخر وشي، قامی میوزیم لپاره 3.24 ایکړه رقبې ترلاسه كولو او د ری ډیزائنګ كار روان دے، راروان كال به تعمیراتی کار پيل شي۔ اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل قامی عجائب ګھر كښې به د منفرد څيزونو نندارتون كولې شي چې ورسره به د وفاقی پايه تخت ښكال زياته شي۔ ده ووئيل د قامی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن د تصنیف کارو ، شاعرانو ، ادبی شخصیات ښېګړې له هلې ځلې كوي او د دې د جوړولو مقصد هم دغه دے۔ ده ووئيل وزیر اعظم محمد نواز شریف د اهل قلم په يو نړيوال کنفرنس كښې د 50 كروړه روپو خاص فنډ اعلان کړې دے دغسې چې د ادبی ورورولۍ ښه والې او پرمختګ باوري شي۔ د کنفرنس په مهال د مهمو اعلانات په اړه ده ووئيل ادبیانو او شاعرانو له به وركړې كيدونكې مياشتنيزه وظیفه د 5 زره نه تر 13 زره رسولې شوي۔ د وظیفې اهل ادبیانو شميره به د 500 نه تر 1000 رسولې شي۔ده ووئيل د كوم ادیب یا شاعر له قدرتی مرګ په صورت كښې وركړې كيدونكې روپۍ به تر 2 لاكهه رسولې شي، حادثاتی مرګ په صورت وركړې كيدونكې روپۍ به د دوه لاكهه نه تر څلور لاكهه رسولې شي۔ عرفان صدیقی ووئيل د ادیبانو ، شاعرانو او فنکارانو ښېګړې له تجاویز جوړولو لپاره به يوه خاص كمېټي هم جوړولې شي د كومې سپارښتنه چې وزیر اعظم كړې ده، کمېټی به په يوه مياشت كښې خپل راپور وړاندې كوي۔ ده ووئيل كال 2017ء به د ’’ ضرب قلم ‘‘ په توګه لمانځلې شي۔