اسلام آباد13 جنوری (اے پی پی) اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان په دروغو او احتجاجې سياست مقدمه نشي ګټلې ٬د هغه وكيل دلائل خو وركړي ولې د كاغذ يوه پرزه ئې هم د ثبوت په توګه نه ده وړاندې كړې۔ د عمران خان وكيلانو عدالت كښې زموڼږ په وړاندې كړو دستاويزاتو خپل كېس چلولې٬د پي ټي آئي په دروغو او متضاد …
عمران خان په دروغو او احتجاجې سياست مقدمه نشي ګټلې ٬د هغه وكيل دلائل خو وركړي ولې د كاغذ يوه پرزه ئې هم د ثبوت په توګه نه ده وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد13 جنوری (اے پی پی) اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان په دروغو او احتجاجې سياست مقدمه نشي ګټلې ٬د هغه وكيل دلائل خو وركړي ولې د كاغذ يوه پرزه ئې هم د ثبوت په توګه نه ده وړاندې كړې۔ د عمران خان وكيلانو عدالت كښې زموڼږ په وړاندې كړو دستاويزاتو خپل كېس چلولې٬د پي ټي آئي په دروغو او متضاد سياسي بيانونو وزيراعظم خو يو خوا د اسمبلۍ كوم غړې هم ډي سېټ كېدې نشي٬عمران خان ته دې بيا مبارك وي ناروال كښې د هېلت كيئر يوه بله فيته پرې كړې شوه ٬پانامه پيپرز وزيراعظم سره هېڅ تعلق نه لري۔ ۔د جمعې پھ ورځ ستره محكمه كښې د پانامه پیپرز كيس اورېدنې څخه وروستو مېډيا سره خبرو كښې دې ووئيل عمران خان عدالت څخه بهر د مقدمې چلولو عادت دے۔دې مقدمې څخه وروستو به عمران خان سبق زده كړې چې عدالت كښې كېسونه څنګه چلولې شي۔دې ووئيل عدالت ته چې څومره ثبوتونه او دستاويزات وړاندې شوي هغه مونږ وركړي٬د احتساب نعره لګونكي څخه پوښتنه وكړئ چې خېبرپښتونخوا كښې د احتساب كمېشن څه وشو۔دوهمې وزيرې ووئيل سترې محكمه كښې اوس زمونږ اولني وكيل دلائل پېل كړي٬دوه وكيلان نور هم موجود دي كوم چې خپل دلائل وركوي٬ مريم اورنګزېب ووئېل كه عدالت نور ثبوتونه وغوښته نو وړاندې به كړو۔دې ووئيل خان صاحب پھ سړكونو د خلكو په لونړو او خويندو تورونه لګوي٬عمران خان دې په دې پوهه شي چې د چا د لور په ضد بايد خبره ونكړې شي۔دې ووئيل مونږ عمران خان ته مباركي وركوو چې پرون پھ ناروال كښې وزيراعظم د روغتيا پروګرام يوه بله فيته پرې كړې او دا اولنې هېلت كيئر پروګرام هغه كسانو لپاره يوه ډالۍ ده څوك چې خپلې درملنۍ نشي كولې او دا د وزيراعظم لخوا اولس سره د كړو وعدو يوه كړۍ ده۔دې ووئيل عمران خان بايد د دروغو تورونو لګولو څخه ډډه وكړي۔وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان دې صبر نه كار واخلي ولې چې وزيراعظم وړاندې وئېلي دي عدالت چې كوم هم ثبوتونه غواړي ورته به وړاندې كولې شي







