ناروال 12 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف ناروال كښې د وزيراعظم قامي روغتيا پروګرام پرانسته كړې ده۔دې سره به د ورځې 200 څخه لږ آمدن لرونكې كسان د روغتيا آسانيو څخه مستفيد شي۔ پنجاب كښې دا پروګرام په 4 ضلعو كښې پیل كړې شوي ٬ د ناروال 1 لك 34 زره كورنۍ به ترې مستفيدې شي٬د كمپيوټرائزډ نظام د لارې به مستحقو كورنيو له هېلت كارډ جاري …
وزيراعظم محمد نواز شريف ناروال كښې د وزيراعظم قامي روغتيا پروګرام پرانسته وكړه

مزید خبریں
ناروال 12 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف ناروال كښې د وزيراعظم قامي روغتيا پروګرام پرانسته كړې ده۔دې سره به د ورځې 200 څخه لږ آمدن لرونكې كسان د روغتيا آسانيو څخه مستفيد شي۔ پنجاب كښې دا پروګرام په 4 ضلعو كښې پیل كړې شوي ٬
د ناروال 1 لك 34 زره كورنۍ به ترې مستفيدې شي٬د كمپيوټرائزډ نظام د لارې به مستحقو كورنيو له هېلت كارډ جاري كولې شي۔د دې پروګرام ترمخه په 7 سختو ناروغو اخته حاجت مندو كسانو له تر 3 لكه روپو ماليت وړيا د درملنې آسانې وركولې شي۔دغسې د دې روپو نه زيات لګښت پھ صورت به رنځورانو له 3 لكه روپۍ هم وركولې شي۔د دې نه وړاندې دا پروګرام پھ رحيم يارخان كښې پیل شوے ؤه او اوس د دې دائره تر ناروال٬خانيوال او سرګودها رسولې شوې۔د دې څخه به 35 لكه كسان استفاده وكړي۔دا پروګرام اسلام آباد٬مظفرآباد٬كوټلي٬كوئټه او سكردو كښې هم پیل كړی شوې دې ۔







