د سړكونو جال بشپرېدو سره به رابطې زياتې شي او تجارتي او صنعتي هلې ځلې به ګړندۍ شي

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د سړكونو جال بشپړېدو سره به رابطې زياتې شي او تجارتي او صنعتي هلې ځلې به ګړندۍ شي۔د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د نېشنل هائي وے اتهارټي لخوا د موټروېز او سړكونو په پروژو عملدرآمد په حقله د غونډې مشرۍ كولو سره وزيراعظم د اېن اېچ اے چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې سړكونه د نړيوال …

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د سړكونو جال بشپړېدو سره به رابطې زياتې شي او تجارتي او صنعتي هلې ځلې به ګړندۍ شي۔د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د نېشنل هائي وے اتهارټي لخوا د موټروېز او سړكونو په پروژو عملدرآمد په حقله د غونډې مشرۍ كولو سره وزيراعظم د اېن اېچ اے چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې سړكونه د نړيوال معيار ترمخه جوړ كړئ او كنټرېكټ وركولو كښې بشپړه سپيځلتيا باوري كړئ۔وزيراعظم ووئيل دا پروژې وګړو له د روزګار موقعې راپېدا كوي٬دې سره به زمونږ د اولس سماجي او اقتصادي څوكالۍ له نوې لارې پرانستلې شي۔د اېن اېچ اے چيئرمېن شاهد اشرف تارړ وزيراعظم ته ووئيل دا وخت د 1140.74 ارب روپو په 3047 كلوميټره سړكونو كار روان دے چې پكښې د شخصي څانګې 150 اربه روپو سرمايه كاري هم شامله ده۔ده ووئيل نېشنل هائي وے اتهارټي د نړيوال معيار له مخې تعميراتي كار باوري كوي۔