نيويارك 27 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ اعلان كړے چې د دولت اسلاميه ﴿داعش﴾ مفرور لارښود ابوبكر البعدادي د عملياتو په مهال وژل شوے۔ په سپينه ماڼې كښې په خپله وېنا كښې اولس مشر ټرمپ ووئيل چې د خاص ځواكونو لخوا د خالي او اتوار په شپه په شويو عملياتو كښې البغدادي ځپل ځان په چاودنه الوزولې۔ البغدادي په يوه سمڅه كښې پټ شوے و۔ …
د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د داعش مشر ابوبكر البغدادي د وژل كېدو اعلان وكړو

مزید خبریں
نيويارك 27 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ اعلان كړے چې د دولت اسلاميه ﴿داعش﴾ مفرور لارښود ابوبكر البعدادي د عملياتو په مهال وژل شوے۔ په سپينه ماڼې كښې په خپله وېنا كښې اولس مشر ټرمپ ووئيل چې د خاص ځواكونو لخوا د خالي او اتوار په شپه په شويو عملياتو كښې البغدادي ځپل ځان په چاودنه الوزولې۔ البغدادي په يوه سمڅه كښې پټ شوے و۔ په دې عملياتو كښې كوم امريكائي عسكر نه دې وژل شوے۔ البغدادي په كال 2014م كښې د سوريې او عراق په سيمو كښې د خلافت اعلان كړے و۔ د اتوار په ورځ په يو غېر معمولي بيان كښې اولس مشر ټرمپ ووئيل چې د امريكې خاص ځواكونو د شپې په وخت په يو بهادر بريد كښې خپل مشن په ښه ډول ترسره كړے۔ ده ووئيل چې په دې بريد كښې د امريكې كوم عسكر نه دې وژل شوے خو د البغدادي يو شمېر ملګري وژل شوي دي۔ د دې څخه وړاندې اولس مشر ټرمپ يو ټويټ كړے و چې اوس اوس څه لوي كار شوے۔ اولس مشر ټرمپ دا ټويټ د امريكې په وخت د شپې په لس نيمې بجې كړے و











