باكو 27 اکتوبر (اے پي پي) د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد وئيلي دي چې ماليزيا به په فلسطين كښې يو منظور شوې سفارت پرانيزي چې دغسې دې سره د فلسطينيانو په اسانه مرسته وكړې شي۔ د مالېزيا وزيراعظم مهاتير د آذربائيجان په پلازمينه باكو كښې د غېر وابسته تحريك ﴿بې طرفه غورځنګ﴾ د مشرانو د 18مې غونډې په موقع د 120 هېوادونو مشرانو او استازو ته په خپله وېنا كښې …
مالېزيا په فلسطين كښې په رسمي توګه د خپل سفارت پرانستلو اعلان وكړو

مزید خبریں
باكو 27 اکتوبر (اے پي پي) د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد وئيلي دي چې ماليزيا به په فلسطين كښې يو منظور شوې سفارت پرانيزي چې دغسې دې سره د فلسطينيانو په اسانه مرسته وكړې شي۔ د مالېزيا وزيراعظم مهاتير د آذربائيجان په پلازمينه باكو كښې د غېر وابسته تحريك ﴿بې طرفه غورځنګ﴾ د مشرانو د 18مې غونډې په موقع د 120 هېوادونو مشرانو او استازو ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دا سفارت به په اردن كښې وي۔ ده ووئيل چې اسرائيل به كومه لار لټوي چې فلسطينيانو سره دا مرسته ونه شي خو زه باور وركول غواړم چې مونږ د فلسطيني وروڼو په انتظار يو۔ فلسطين اوس هم د يو ظالم حكومت په قبضه كښې په ژوند كوي۔ قابض اسرائيل په فلسطيني خاوره د غېر قانوني آبادې جوړولو لړې روانه ساتلې خو په ريښتينې معنٰي دا يوازې د فلسطينيانو خاوره ده۔









