مونږ كېس له د پاناما راغلې يو كه پارلمان ته وېنا له ٬ خان صاحب تل دروغ وئيلي ٬ تورونه ئې لګولي ‘ د احتجاج او اړي ګړي سیاست ئې كړې او د تېښتې هڅه ئې كړي

اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي هره ورځ نوې قېصې نوې دروغ ٬ بې بنسټه خبرې رښتيا نشي ثابتيدې ٬ نن عدالت كښې عمران خان حیران کړو ٬ د هغه وکیل وائي پاناما يو اړخ ته كړې او پارلمان ته د وزیراعظم په وېنا خبره وكړې ٬ مونږ كېس له د پاناما راغلې يو كه پارلمان ته وېنا له …

اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي هره ورځ نوې قېصې نوې دروغ ٬ بې بنسټه خبرې رښتيا نشي ثابتيدې ٬ نن عدالت كښې عمران خان حیران کړو ٬ د هغه وکیل وائي پاناما يو اړخ ته كړې او پارلمان ته د وزیراعظم په وېنا خبره وكړې ٬ مونږ كېس له د پاناما راغلې يو كه پارلمان ته وېنا له ٬ خان صاحب تل دروغ وئيلي ٬ تورونه ئې لګولي ‘ د احتجاج او اړي ګري سیاست ئې كړې او د تېښتې هڅه ئې كړي ٬ دا ځل به هغه ته د تېښتې لاره ور نكړې شي ٬ په هيواد كښې د هتك عزت قوانین شته ‘ خان صاحب له به ځواب وركول وي چې هغه دروغ وئيلي ٬ هغه په دريم ځل ټاكلي وزیراعظم باندې تور لګولې ٬ قانونی عدالت كښې خو هغه ځواب ورنكړو خو اولسې عدالت كښې به ځواب وركول وي ٬ محمد نوازشریف د پاکستان په دريم ځل ټاكلې وزیراعظم دے او د هغه سیاست رښتيا او قامي خذمت دے۔ د سپریم کورټ نه بهر ميډيا سره په خپلو خبرو كښی دې ووئيل د حیرانتيا خبره ده چې د پی ټی آئی موقف نن عدالت كښې دا ؤه چې پاناما پیپرزکېس يو اړخ ته او د وزیراعظم پارلمان ته وېنا بل پلو دغې ته دې پام لرنه وكړې شي۔ د اطلاعات وزيرې ووئېل هغوي د پاناما کېس لپاره راغلي وو د كوم سره چې د وزیراعظم هيڅ تعلق نشته او هم دغه موقف د پاکستان مسلم لیګ (ن) او وزیراعظم محمد نوازشریف دے۔ دوهمې وزيرې ووئيل عدالتونه په ثبوت پريكړی كوي خو د عمران خان دا عادت دے چې هغه د عدالت نه بهر يو عدالت لګوي او په هغې كښې دروغ وائي او د پاکستان په دري ځله ټاكلې وزیراعظم تورونه لګوي۔ دې ووئيل بايد عمران خان ته دا معلومه شي چې دا خبره به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ دې ووئيل عمران خان د تيرو لسو مياشتو راهسې د وزیراعظم ساکھ ته د زيان رسولو هڅه كوي د دې ځواب به څوك وركوي، د پاکستان پرمختګ ته چې كوم زيان رسېدلې د هغې ذمه وار څوك دي۔ دې ووئيل په سړكونو چې كوم انتشار خپور شوے د هغې ځواب به څوك وركوي۔ عمران خان د خېبر پښتونخوا اولس سره كړي وعدې ولي په درېو كلونو كښې پوره نه كړي د هغې ځواب به ځوك وركوي۔ مریم اورنګزیب ووئيل پي ټي آئي به پاناما پیپرز هير كړي خو مونږ ئې نه هيروو ځكه چې په پاناما پیپرز كوم سیاست شوے ، كوم دروغ وئيلي شوي او تورونه لګولې شوي د هغې ځواب اولس ته وركول دي۔ دې عمران خان له پیغام وركړو چې محمد نوازشریف د پاکستان په دريم ځل ټاكلې وزیراعظم دے ځكه چې د وزیراعظم سیاست رښتيا او اولسي خذمت دے۔