واشنګټن 10 جولائي (اے پي پي) د امريکي د نمائندګانو اېوان سپيکرې نېنسي پلوسي د سرشمېرې په فارم كښې په امريكا كښې د مېشته كسانو قوميت او شهريت پحقله پوښتنې هم په شاملولو د ټرمپ په پرېكړه سخت ټكونه كولو سره وئيلي دې ټرمپ بيا امريکا د سفېد فامو هېواد جوړول غواړي۔ دې ووئيل د كال 2020 سرشمېرو په فارم كښې به نسلي او قامي اقليتونه نشي شاملولې او دغسې …
ټرمپ بيا امريکا سفېد فام هېواد جوړول غواړي۔نېنسي پلوسي

مزید خبریں
واشنګټن 10 جولائي (اے پي پي) د امريکي د نمائندګانو اېوان سپيکرې نېنسي پلوسي د سرشمېرې په فارم كښې په امريكا كښې د مېشته كسانو قوميت او شهريت پحقله پوښتنې هم په شاملولو د ټرمپ په پرېكړه سخت ټكونه كولو سره وئيلي دې ټرمپ بيا امريکا د سفېد فامو هېواد جوړول غواړي۔ دې ووئيل د كال 2020 سرشمېرو په فارم كښې به نسلي او قامي اقليتونه نشي شاملولې او دغسې آئين سازۍ لپاره جوړې منصوبې به د ريپبلكنز په حق كښې شي۔ دې ووئيل ريپبلکنز غواړي چې مطمئن شئ چې يوازې د خاص كسانو او طبقو سر شمېره دې وي او دا خبره واقعي چې د شرم وړ ده۔ تېره مياشت د امريكې اعلٰې عدالت خپله پرېكړه كښې د سر شمېرې په فارم كښې د وګړيتوب٬ قوميت، نسل او ژبې پحقله د پوښتنو شاملولو مخالفت كړې ٶ خو ټرمپ وئيلي وٶ چې زه به د سر شمېرې په فارم كښې د وګړيتوب پحقله پوښتنې شاملولو لپاره خاص حكم جاري كوم









