د چين اولس مشر د شمالی کوریا سركاري دورې نه وړاندې د ھغه لاسليك شوې مضمون د شمالي كوريا په ميډيا خپور شو

بیجنګ 19 جون (اے پي پي) د چين اولس مشر شي جن پنګ د شمالی کوریا سركاري دورې نه وړاندې د ھغه لاسليك شوې مضمون د شمالي كوريا په مهمه ورځپانه رودونګ سي من پشمول مهمه ميډيا باندې خپور شوې چې سرخط ئې " د چين او شمالي كوريا روايتي دوستي وړاندې بوتلل او د زمانې نوې باب روان ساتل " دي۔ په مضمون كښې وئيلي شوې سږ كال د …

بیجنګ 19 جون (اے پي پي) د چين اولس مشر شي جن پنګ د شمالی کوریا سركاري دورې نه وړاندې د ھغه لاسليك شوې مضمون د شمالي كوريا په مهمه ورځپانه رودونګ سي من پشمول مهمه ميډيا باندې خپور شوې چې سرخط ئې ” د چين او شمالي كوريا روايتي دوستي وړاندې بوتلل او د زمانې نوې باب روان ساتل ” دي۔ په مضمون كښې وئيلي شوې سږ كال د چين او شمالي كوريا د سفارتي اړيكو 70مه سالګيره ده ٬ د اوږدې مودې راهسې د چين او شمالي كوريا د كميونسټ پارټيز مضبوط قيادت د يو بل د نظرياتو بشپړه ملاتړ كولو چې پكښې د غېر ملكي جارحيت مخالفت ٬ قامي آزادۍ له هڅې٬ سوشلسټ انقلاب او تعمير نو شامل دي ٬ د دواړو هېوادونو اولس په يو بل باور لري او د يو بل ملاتړ كوي٬ په نړيواله وضعه چې هر ډول بدلون راځي٬ د ښو ګاډونډيانو په حېث د چين كميونسټ ګوند او د چين حكومت شمالي كوريا سره د دوستې مرسته كولو لپاره موقف كښې بدلون نه دې راغلې او نه به راشي۔ چین د شمالی کوریا نوې حكمت علي ٬ اقتصادي پرمختګ پلو ګرځولو ٬ اولسي ژوند ښه كولو او د شمالي كوريا په سوشلسټ تعمير كښې نوي پېشرفت لپاره د اولس مشر كېم جونګ اېن لارښودنې لپاره د شمالي كوريا حكومت او د اولس په هلو ځلو كښې بشپړه ملاتړ كوٶ۔ د چين اولس مشر خپل مضمون كښې وئيلي دي مونږ خوشحاله يو چې اولس مشر كم جونګ اېن سمې پرېكړې او د اړوندو ډلو د شريكو هلو ځلو له مخې په جزيره نما كوريا كښې د امن مذاكراتو رجحان په ځائ ساتل دي او دې مسئلې سياسي هواري لپاره تاريخي موقعه ترلاسه كېږي

مزید خبریں