پیښور۔ 14 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د پولیس شهيدانو كورنيو ته د 54 پلاټونو د الاټمنټ لیټرز وركړل۔ پیښور كښې د پولیس شهداء كورنيو ته د پلاټونو د الاټمنټ لیټرز وركولو دستورې ته خطاب كښې ګورنر فیصل کریم ووئېل زه نن دلته د ګورنر په حیث نه د شهيدانو کورنيو سره د اودرېدو لپاره راغلے يم ۔ګورنر د پولیس شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې …
ګورنر فیصل کریم د پولیس شهيدانو كورنيو ته د 54 پلاټونو الاټمنټ لیټرز وركړل

مزید خبریں
پیښور۔ 14 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د پولیس شهيدانو كورنيو ته د 54 پلاټونو د الاټمنټ لیټرز وركړل۔ پیښور كښې د پولیس شهداء كورنيو ته د پلاټونو د الاټمنټ لیټرز وركولو دستورې ته خطاب كښې ګورنر فیصل کریم ووئېل زه نن دلته د ګورنر په حیث نه د شهيدانو کورنيو سره د اودرېدو لپاره راغلے يم ۔ګورنر د پولیس شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل دا زمونږ اتلان دي او دوي ته سلام كوو ، نن مونږ د شهيدانو د قربانیو له امله دلته ولاړ يو ، ځكه د دوي خدمات او قربانیۍ هېرېدې نشي ۔فیصل کریم د شهيدانو کورنيو له باور وركړو چې د دوي قربانۍ به پے ځايه تللو له ورنه كړې شي ۔ ده ووئېل هر څو چې د شهيدانو د قربانیو کوم متبادل وركړے كېدے نشي، خو د دوي كورنۍ به يوازې نه پریښودلې كېږي ۔ګورنر ووِئېل د پولیس شهيدانو كورنيو ته د 54 پلاټونو الاټمنټ لیټرز وركول د دوي سره د اودرېدو يوه هڅه ده









