اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان او روس اړيكو كښې په مثبت پيش رفت د اطمينان څرګندوني سره د اعلیٰ پائې اوسنو دورو او تبادلو هركلے وكړو۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د روس فيډريشن کورنيو چارو وزير ولاديمير …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د روس داخله وزير سره وليدل،د پاکستان او روس اړيكو كښې په مثبت پيش رفت د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان او روس اړيكو كښې په مثبت پيش رفت د اطمينان څرګندوني سره د اعلیٰ پائې اوسنو دورو او تبادلو هركلے وكړو۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د روس فيډريشن کورنيو چارو وزير ولاديمير کولوکولتسيف سره خارجه وزارت كښې ملاقات كړے ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري هم په دې مهال موجود وو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د پاکستان او روس اړيكو كښې په مثبت پيش رفت د اطمينان څرګندوني سره د اعلیٰ پائې دورو او تبادلو هركلے وكړو۔دواړه اړخه د تجارت، سرمايه کارۍ، كلتور او سېلګرۍ په څانګو كښې مرستي زياتولو،په اولسي كچه رابطو زياتولو او د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز نزدې مرسته روانه ساتلو له په بيلو امکاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔









