د بوكو حرام لخوا په تښتول شويو 276 زده كوونكو كښې نورې 21 زده كوونكې راخوشې كړې شوې

ابوجا 24 دسمبر (اے پي پي) د بوكو حرام لخوا په تښتول شويو 276 زده كوونكو كښې نورې 21 زده كوونكې راخوشې كړې شوې۔ د مېډيا راپورونو له مخې د نائجېريا د اولس مشر وياند ګاريا شېخو وئيلي دي چې د دې ډلې په ولقه كښې پاتې شوې نورې 21 جينكۍ آزادې كړې شوې دي۔ وياند ووئيل چې په بورنو سيمه كښې د دې ډلې په ضد د عملياتو په …

ابوجا 24 دسمبر (اے پي پي) د بوكو حرام لخوا په تښتول شويو 276 زده كوونكو كښې نورې 21 زده كوونكې راخوشې كړې شوې۔ د مېډيا راپورونو له مخې د نائجېريا د اولس مشر وياند ګاريا شېخو وئيلي دي چې د دې ډلې په ولقه كښې پاتې شوې نورې 21 جينكۍ آزادې كړې شوې دي۔ وياند ووئيل چې په بورنو سيمه كښې د دې ډلې په ضد د عملياتو په مهال 2 زره كسانو ته نجات وركړې شوې۔ د يادونې وړ ده چې په ياده شوې سيمه كښې بوكو حرام په كال 2014م كښې د اپرېل په 14مه نېټه 276 زده كوونكې تښتولې وې چې پكښې 57 پخپله په خوشې كېدو كښې بريالې شوې وې

مزید خبریں