سيالکوټ 06 جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سيالکوټ ټينري زون كښې د واټر ټريټمنټ پلانټ پرانسته وكړه۔د پرانستي دستورې ته وينا كښې ده ووئيل د سيالکوټ په نړيواله كچه د پيژندګلی درناوی د سيالکوټ بزنس کميونټي ته ترلاسه دے۔ده ووئيل د سيالکوټ چيمبر 1986 كښې جوړ شوے او د هغه وخت څخه ئې دا مقام ترلاسه كړې۔خواجه محمد آصف ووئيل كوم عزت چې دې …
د دفاع وزير سيالکوټ ټينري زون كښې د واټر ټريټمنټ پلانټ پرانسته وكړه

مزید خبریں
سيالکوټ 06 جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سيالکوټ ټينري زون كښې د واټر ټريټمنټ پلانټ پرانسته وكړه۔د پرانستي دستورې ته وينا كښې ده ووئيل د سيالکوټ په نړيواله كچه د پيژندګلی درناوی د سيالکوټ بزنس کميونټي ته ترلاسه دے۔ده ووئيل د سيالکوټ چيمبر 1986 كښې جوړ شوے او د هغه وخت څخه ئې دا مقام ترلاسه كړې۔خواجه محمد آصف ووئيل كوم عزت چې دې ښار ته ترلاسه دے د هغې په وجه په ټوله نړۍ كښې دا پيژندلې كيږي۔ده ووئيل د سيالکوټ چيمبر په برخه كښې ډرائي پورټ، ايئر سيال او ډيري نوري کاميابۍ دي،د ښار جغرافيه كوچنۍ ده خو د دې اثر په ټوله نړۍ كښې دے۔د دفاع وزير ووئيل د سيالکوټ فټ پرنټ ټولي نړۍ ته ښكاره دے٬ د دې ټيكنالوجي په نړۍ كښې منلې شوي۔ده ووئيل حکومت ليډنګ ايکسپورټرز د لارې تمغے وركړي،د هغوي خدمات منلې كيږي،نن يوه كاميابي ترلاسه كوو۔ده ووئيل كله چې هم لوئ بدلون راځي نو ابتدا كښې مخالفت كيږي،نوي اصلاحات كښې مزاحمت سره مخ كيږو خو د كوم هم څيز د بنياد تيګه كېښودونكي په پآړو ياد ساتلې كيږي۔خواجه محمد آصف د سيالکوټ شائننګ سټارز ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د خپل کاروبار چې څومره هم ښه كولې شي هغه دې ښه كړې شي،د سيالکوټ ليدر او د هغې مصنوعات په ټوله نړۍ كښې مانګ لري،فيشن انډسټري كښې ځائې لپاره ويليو ايډډ پراډکټس جوړوو۔









