د كورنيو چارو وفاقي وزير د اېس سي او غونډي په موقع مهم ملاقاتونه،په سيمه ايزه سلامتيا او مرسته زور

  بشکيك 6 جون  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د روس، تاجکستان، ازبکستان، کرغزستان او قازقستان خپلو هم څنګو سره د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) کورنيو چارو وزيرانو غونډي په موقع په بشکيك كښې د منطقې په امنيتي مرسته،د ترهه ګرۍ مخنيوي په هڅو او د كډوالو د ښه انتظام په اړه د اعليٰ پائې ملاقاتونه وكړل۔ په دې موقع د  شنګھائي مرستي …

 

بشکيك 6 جون  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د روس، تاجکستان، ازبکستان، کرغزستان او قازقستان خپلو هم څنګو سره د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) کورنيو چارو وزيرانو غونډي په موقع په بشکيك كښې د منطقې په امنيتي مرسته،د ترهه ګرۍ مخنيوي په هڅو او د كډوالو د ښه انتظام په اړه د اعليٰ پائې ملاقاتونه وكړل۔ په دې موقع د  شنګھائي مرستي تنظيم غړو هېوادونو ترمينځه د ترهه ګرۍ، نشه ائ توكو قاچاق او غير قانوني كډوالو پشمول د امنيتي چيلنجونو مخنيوي ته اتفاق وكړې شو۔تر ټولو مهم پيش رفت  د وفاقي وزير  محسن نقوي د روس ځپل همڅنګ ولاديمير کولوکولتسيف سره په ملاقات كښې رامخې ته شوې۔ ډوي په ځينو مهمو لوظنامو لاس ليك وكړو چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته زياتول دي۔په لوظنامو كښې د غير قانوني اميګريشن مخنيوي لپاره د مرستي زياتولو، كوم هم هېواد كښې په غير قانونو توګه مېشته وګړو هېواد ته راستنولو تګلاره ښه كولو او نشه ائ توكو قاچاق او  نشه ائ توكو خپريدو مخنيوي لپاره شريكو هڅو ته پام لرنه شوي۔چارواكو دغه لوظنامي د اسلام آباد او ماسکو ترمينځه قوي قانون نافذ کونكي مرستي پلو مهم اقدام وګرځولو۔د تاجکستان د كورنيو چارو وزير رمضان رحيم زاده سره خبرو په مهال په سيمه ايزه سلامتيا او د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دواړو وزيرانو په  افغانستان کښې د ترهه ګرو د کيمپونو شته والي او نشه ائ توكو په پيداوار د تشويش څرګندونه وكړه او هغه ئې د سيمه ايز استحکام لپاره لوئ خطر وګرځولو۔ دواړو ډلو دې خبري ته اتفاق وكړو چې د دغه چيلنجونو مقابله کولو لپاره كوټلي سيمه ايزو رابطو ته اړتيا ده۔د يوې اندازے له مخې 25 بيل  ترهه ګر تنظيمونه دا مهال افغانستان كښې هلي ځلي كوي،كوم چې نه يواځې د ګاونډي هېوادونو بلکه د منطقي لپاره لوئ خطر دې۔يو جلا ملاقات كښې د كورنيو چارو وزير وزير  داخله محسن نقوي د ازبکستان د كورنيو چارو وزير ميجر جنرل عزيز تاشپولاتوف سره ملاقات وكړو۔په دې مهال  قانون نافذ کونكو ادارو ترمينځه دن مرستي زياتولو، شريك تربيتي پروګرامونو زياتولو او اداره جاتي مرستي زياتولو ته پام لرنه شوي۔دواړو ډلو رواني مرستي او شريكو اقدامات نفاذ كښې سهولت وركولو لپاره د خپلو وزارتونو ترمينځه د يو وقف ورکنګ ګروپ جوړولو ته اتفاق وكړو۔محسن  نقوي د کرغزستان د كورنيو چارو وزير نياز بيك اولان اوموکانووچ سره هم ملاقات وكړو،دواړو لارښودو د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستي لا زياتولو ته اتفاق وكړو۔د ملاقات په مهال  محسن نقوي  کرغزستان له د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غير مستقل غړي په منتخب كيدو مباكري وركړه او شنګھائي مرستي تنظيم د كورنيو چارو وزيرانو غونډي په کامياب انتظامات ئې ستائنه وكړه۔

مزید خبریں