د سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه، نيغ په نيغه غير ملکي سرمايه کاري زياتولو له د اقدامات جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار پاکستان كښې د سرمايه کارۍ ودي او نيغ په نيغه غير ملکي سرمايه کاري زياتولو له د اقدامات جاج اخستلو په اړه د خالي په ورځ د يو ې غونډي مشري وكړه۔په غونډه كښې د سرمايه کارۍ ماحول لا ښه كولو، سرمايه کارو له سهوليات وركولو،د نجکارۍ عمل مخ په وړاندې بوتللو او …

 

اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار پاکستان كښې د سرمايه کارۍ ودي او نيغ په نيغه غير ملکي سرمايه کاري زياتولو له د اقدامات جاج اخستلو په اړه د خالي په ورځ د يو ې غونډي مشري وكړه۔په غونډه كښې د سرمايه کارۍ ماحول لا ښه كولو، سرمايه کارو له سهوليات وركولو،د نجکارۍ عمل مخ په وړاندې بوتللو او بيلو ادارو ترمينځه ښه رابطه کارۍ د لارې معاشي موقعو څخه بشپړه استفاده کولو په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيرِ اعظم/خارجه وزير د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت د سرمايه کارۍ ودي او معاشي پرمختګ تندولو له يو سپيځلې،د باور وړ او کاروبار دوست ماحول وركولو له لوظي دے۔په غونډه كښې د قانون او انصاف وزير ، د نجکارۍ صلاحكار،د وزيرِاعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د تجارت سيکريټري،د قانون  سيکريټري ،د نجكارۍ سيکريټري او نور اعليٰ سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں