كېف 12 جون (اے پي پي﴾ په يوكرېن كښې د نفسياتي رنځورانو په پوځي روغتون كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 6 كسان مړه او 4 ژوبل شوي دي۔ د يوكرېن د اېمرجنسي سروسز له مخې په اوډيسا ښار كښې په جنګ كښې د ګډون كوونكو عسكرو د نفسياتي بحالې په روغتون كښې د ماښام په وخت اور ولګېدو او د سترګو په رپ كښې ټولې ودانې ته ورسېدو۔ په دې پېښه كښې 6 كسان مړه او 4 ژوبل شوي دي۔ د اور لګېدو وجه نه ده معلومه شوې۔