په شمالي سينا سيمه كښې د مصري پوځ په عملياتو كښې 4 جنګيالي وژل شوي دي

قاهره 09 جون (اے پي پي﴾ په شمالي سينا سيمه كښې د مصري پوځ په عملياتو كښې 4 جنګيالي وژل شوي دي۔ د مصر د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا څلور واړه جنګيالي د العريش په سوئيلي سيمه كښې د نښتې په مهال وژل شوي دي۔ د جنګيالو څخه په لويه اندازه وسله هم ترلاسه شوې۔ د كورنيو چارو …

قاهره 09 جون (اے پي پي﴾ په شمالي سينا سيمه كښې د مصري پوځ په عملياتو كښې 4 جنګيالي وژل شوي دي۔ د مصر د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا څلور واړه جنګيالي د العريش په سوئيلي سيمه كښې د نښتې په مهال وژل شوي دي۔ د جنګيالو څخه په لويه اندازه وسله هم ترلاسه شوې۔ د كورنيو چارو وزارت وئيلي دي چې دا څلور واړه جنګيالي د شورو په ورځ په شمالي سينا كښې د پوليسو په پوسته په بريد كښې ككړ وو۔ په دې بريد كښې 8 پوليس سرتېري وژل شوي وو۔ د بريد نه پس د مصر د امنيتي ځواكونو په ځوابي عملياتو كښې 14 جنګيالي وژل شوي وو۔

مزید خبریں