سرينګر 07 جون (اے پي پي﴾ په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې د سوئيلي كشمير په پلوامه ضلع كښې 4 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو پرون ماښام په لاسي پوره سيمه كښې د لټون او محاصرې عمليات پېل كړي وو او يو ځوان ئې شهيد كړے و۔ د جمعې په ورځ هندي ځواكونو په …
په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په پلوامه كښې څلور كشميري ځوانان شهيدان كړل

مزید خبریں
سرينګر 07 جون (اے پي پي﴾ په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې د سوئيلي كشمير په پلوامه ضلع كښې 4 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو پرون ماښام په لاسي پوره سيمه كښې د لټون او محاصرې عمليات پېل كړي وو او يو ځوان ئې شهيد كړے و۔ د جمعې په ورځ هندي ځواكونو په دې سيمه درې نور ځوانان شهيدان كړل۔ د دې ځوانانو د قتل په ضد په لويه شمېره خلق سړكونو ته راوتل او مظاهرې ئې وكړې۔ د مظاهرچيانو او هندي ځواكونو ترمېنځه نښتې هم وشوې او پكښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شول۔ تر وروستيو اطلاعاتو دا نښتې لا هم روانې وې۔










