مكه 31 مئی (اے پی پی)د الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز د عربو مشرانو غونډې ته خطاب كښې وئېلي دي د ايران حكومت هغسې د نړيوال قانون خلاف ورزۍ روانې ساتلې دي۔د سعودي ورځپاڼې ترمخه تېره ورځ مكه كښې د عربو مشرانو غونډه كښې خطاب ته ده ووئيل په سيمه كښې د ايران په اقداماتو تجارت او د تېلو نړيواله سپلائي د خطر سره مخ شوې ۔د تهران دا …
د ايران حكومت هغسې د نړيوال قانون خلاف ورزۍ روانې ساتلې۔شاه سلمان

مزید خبریں
مكه 31 مئی (اے پی پی)د الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز د عربو مشرانو غونډې ته خطاب كښې وئېلي دي د ايران حكومت هغسې د نړيوال قانون خلاف ورزۍ روانې ساتلې دي۔د سعودي ورځپاڼې ترمخه تېره ورځ مكه كښې د عربو مشرانو غونډه كښې خطاب ته ده ووئيل په سيمه كښې د ايران په اقداماتو تجارت او د تېلو نړيواله سپلائي د خطر سره مخ شوې ۔د تهران دا اقدامات د ملګرو ملتونو د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ده ووئيل ايران د 40 كلونو نه په سيمه كښې خپل اثر زياتولو له هڅې كوي۔ده ووئيل سعودي عرب سيمه كښې د امن او سلامتيا په ځاې ساتلو خوښي لري٬مونږ د جنګ د تباهۍ نه بچ كېدل غواړو۔شاه سلمان ووئيل سعودي عرب به عمر له د امن لپاره د ټولو وړاندې روان وي










