ملګري ملتونه ۔ 25 مئی (اے پی پی) ملګرو ملتونو يو اېن پيس كيپنګ مشن كښې د كار كولو په مهال كانګو كښې شهيد شوي پاكستاني پوځي نائيك محمد نعيم رضا ته ايوارډ وركړې دې۔ د ايوارډ وركولو دستوره تېره ورځ نيويارك كښې وشوه۔ په دې مهال د امن مشن په مهال د ځان قرباني وركوؤنكو 38 هېوادونو سره تعلق لرونكو 119 عسكرو او پوليس افسرانو ته ايوارډ وركړې شو۔ …
د ملګرو ملتونو امن مشن كښې د كار كولو په مهال كانګو كښې شهيد شوي پاكستاني پوځي نائيك محمد نعيم رضا ته ايوارډ وركړې شو دا ايوارډ د ملګرو ملتونو لخوا نړيوال امن لپاره د پاكستان د ځانګړې قربانيو اعتراف دې۔ ډاكټر مليحه لودھي
ملګري ملتونه ۔ 25 مئی (اے پی پی) ملګرو ملتونو يو اېن پيس كيپنګ مشن كښې د كار كولو په مهال كانګو كښې شهيد شوي پاكستاني پوځي نائيك محمد نعيم رضا ته ايوارډ وركړې دې۔ د ايوارډ وركولو دستوره تېره ورځ نيويارك كښې وشوه۔ په دې مهال د امن مشن په مهال د ځان قرباني وركوؤنكو 38 هېوادونو سره تعلق لرونكو 119 عسكرو او پوليس افسرانو ته ايوارډ وركړې شو۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي د پیس کیپرز نړيوالې ورځې په مهال راجوړې كړې شوې دستوره كښې عمومي سېكتر انتونیو ګوټیرش څخه دا يوارډ ترلاسه كړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل امن مشنز كښې پاكستانۍ ډلو د خپلو پېشه ورو خذمتونو د لارې په ټوله نړۍ كښې د هېواد نامه روښانه كړې ده۔ پاکستان د 6 لسيزو راهېسې ملګرو ملتونو ته د پوځي ډلو لېږلو هېوادونو كښې تر ټولو وړومبې پاتې شوې دې۔ دې ووئيل دا ايوارډ د ملګرو ملتونو لخوا نړيوال امن لپاره د پاكستان د ځانګړې قربانيو اعتراف دې۔ دا خبره دې ياده وي چې د ملګرو ملتونو دا ايوارډ هر كال امن مشنز كښې شهيد شويو پوځي ٬ پوليس او سويلين پيس كيپرز ته وركولې شي۔ نائیک محمد نعیم رضا د ملګرو ملتونو كانګو امن مشن كښې د شهادت درناوې ترلاسه كړې وو











