کوېت سټی ۔ 19مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان كوېت سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د كال 2011 نه د لګولې شويو وېزه بندېزونو څخه دې پاكستان مستثنیٰ وګرځولې شي۔ پاكستان كښې به د كوېت سرمايه كارۍ ته هركلې وايو۔ پاكستانې حكومت او اولس په زړونو كښې كوېتي مشرتابه او په خاص توګه د كوېت امير له ډېر احترام لري۔ پاكستان كښې د توان ٬ كركيلې ٬ روغتيا ٬ زده كړې او تعمير په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير د كوېت داخله وزارت كښې د كوېت دوهم وزيراعظم او داخله وزير شېخ خالد الجراح الصباح او د ابو شېبا ګروپ آف كمپنيز چيئرمېن صياح ابو شېبا په مشرۍ كښې د كوېتي تجارانو او صنعت كارو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ د كوېت دوهم وزيراعظم او داخله وزير شېخ خالد الجراح الصباح سره ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د وېزه بندېزونو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير د دورې په بلنه او په تود هركلي كولو د كوېت د داخله وزير مننه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كوېت سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ پاكستانې حكومت او اولس په زړونو كښې كوېتي مشرتابه او په خاص توګه د كوېت امير له ډېر احترام لري۔ ده ووئيل د كوېت په تعمير او پرمختګ كښې 100 زره څخه زيات پاكستاني افرادي قوت خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل كوېت كښې د كلونو څخه مېشته پاكستاني كميونټي د وېزه بندېزونو دلاسه يو دوه كښې حېران دي۔ دوئي خپلې كورنۍ كوېت ته رابللو كښې ستونزو سره مخ دي۔ هم دغه سوب دې چې كال 2015 كښې 115 زره پاكستاني وګړي كوېت كښې وو د كومو شمېره چې كمېدو سره 110 زره پاتې شوې ده۔ ده ووئيل خواست كوم چې وېزه پالېسي ته دې بيا كتنه وكړې شي او كال 2011ﺀ څخه لګولې شوې وېزه بندېزونو څخه دې پاكستان مستثنیٰ وګرځولې شي۔ د کویت دوهم وزير اعظم او داخله وزير شېخ خالد الجراح الصباح كوېت ته په راتګ د خارجه وزير مننه وكړه او ده ته ئې باور وركړو چې د پاكستان حكومت په خواست به غور كولې شي او د دې مسئلې هواري له به جدي هڅې كولې شي۔ دې څخه وړاندې خارجه وزير د ابوشیبا ګروپ آف کمپنیز چیرمېن صیاح ابو شیبا په مشرۍ كښې د كوېتي تجاراتنو او صنعتكارو پلاوي سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې پاكستان كښې د تجارت او په بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره په مېشته موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل پاكستان كښې به د كوېت سرمايه كارۍ ته هركلې وايو۔ ده ووئيل پاكستان كښې د توان ٬ كركيلې ٬ روغتيا ٬ زده كړې او تعمير په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔ كوېتي پلاوي د خارجه وزير كوېت ته راتګ خوشبينه وګرځولو او ده ته ئې پاكستان كښې د لويې سرمايه زېرې وركړو۔ د پلاوي مشر خارجه وزير ته د كوېت بزنس كميونټي لخوا يادښت لپاره سوئینر هم وړاندې كړو