نیویارک ۔ 18مئی (اے پی پی) پاکستان د سرمايه كارۍ د غېر قانوني بهاؤ مخنيوي له او د هېواد او په نړيواله كچه د لا پرله پسې هڅو كولو په حاجت زور راوړې دې۔ دا خبره تېره ورځ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقلې استازې ډاكټر مليحه لودھي نيويارك كښې د لوړې كچې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د پاكستان حكومت د دې غېر قانوني ګام په ضد د ملګرو ملتونو د بدعنوانۍ مخنيوي قانون په شمول د ټولو نړيوالو قوانينو او لوظنامو په رڼا كښې د ګامونو پورته كولو لوظ لري۔ دې ووئيل د سرمايې غېر قانوني بهاؤ او مني لانډرنګ ختمولو له د نړيوالې ورورولۍ پرله پسې هڅې ضروري دي او په دې لړ كښې پاكستان خپل كردار ترسره كوي۔ دې ووئيل د يو اېن ډي او سي د يو راپور ترمخه غېر قانوني ذريعو سره د سرمايې منتقل كولو كلن حجم 2.1 ټریلین ډالره دې۔ دې ووئيل د پاکستان د غلا شوې مالياتي وسائلو اندازه څو ملينه ډالره ده۔ ددې هېواد ته بېرته راړولو له به نړيوالې ورورولۍ له مرسته كول وي۔ دې د سرمايې غېر قانوني بهاؤ مخنيوي له په پورته كېدونكو ګامونو كښې د رامخې ته كېدونكو كمزورو او خامو لرې كولو په حاجت هم زور راوړو