اسلام آباد 17 مئي(اے پي پي)د روس اولس مشر ولاديمير پيوټن د ايران اتومي هلې ځلې د نړۍ تر ټولو سپېځلې اتومي هڅې ګرځولې دي٬ اولش مشر پيوټن خبريالانو سره خبرو كښې ووئېل ما پخپله د ائې اے اي اے مشر سره د ايران پخقله خبرې شوې دي او هغه راته وئېلې دي چې ايران په اتومي لوظنامه بشپر عمل كوي ٬ د اتومي لوظ نامې نه د ايران بېلېدو …
د روس اولس مشر د ائې اے اي مشر سره خبرې ٬ د ايران اتومي هلې ځلې ئې د نړۍ تر ټولو سپېځلې اتومې هڅې وګرځولې
اسلام آباد 17 مئي(اے پي پي)د روس اولس مشر ولاديمير پيوټن د ايران اتومي هلې ځلې د نړۍ تر ټولو سپېځلې اتومي هڅې ګرځولې دي٬ اولش مشر پيوټن خبريالانو سره خبرو كښې ووئېل ما پخپله د ائې اے اي اے مشر سره د ايران پخقله خبرې شوې دي او هغه راته وئېلې دي چې ايران په اتومي لوظنامه بشپر عمل كوي ٬ د اتومي لوظ نامې نه د ايران بېلېدو په حقله ده ووئېل ما څو ځل د ايران دوستانو ته وئېلې دي چې زما په خيال منطقې لاره دا ده چې په اتومي لوظنامه ولاړ پاتې شي ٬ ده ووئېل زه په دې پوهېږم كه ايران د اتومي لوظ نامې نه بهر شو نو په بله ورځ به ټول الزام په ايران ولګولې شي ٬ او نړۍ به دا هير كړي چې امرېكې د اتومې لوظنامې نه اول سرغړونه كړې وه ٬ د روس اولش مشر زياته كړه د خفګام سره وئېل راپغاړه شي چې د ايران د اتومي پروګرام په حقله د ټولو لوظنامو خلاف ورزي شوې خو روس د اتومي لوظنامې عمر له مرستياله پاتې شوې











