انقرہ 14 مئی (اے پی پی) د ترکیې د دفاع وزير حلوصی آقار وئيلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواكونه فیتو ، پی کے کے ، وائے پی جی، داعش او نور ترهه ګر تنظیمونو په ضد پوره عزم سره هلې ځلې كوي۔ د ترکيې نشریاتی ادارې له مخې د قامی دفاع پوهنتون نیول اکیډمی كښې خطاب کولو سره ده ووئيل مونږ پھ هېواد كښې دننه او بهر هېوادونو كښې د ترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو سره سره بحیرہ ایجئین، مشرقی بحیرہ روم او قبرص كښې هم د هېواد د حقونو تحفظ لپاره ټولې ضروری کاروائی کوو۔ د دفاع وزير د وسله والو ځواكونو مشر یاشار ګلیر، د زمكيز ځواك کمانډر جنرل امید دندار، د بحریه کمانډر ایډمرل عدنان اوزبال او فضائیه مشر جنرال حسن کیوچك آق یْز سره قامی دفاع پوهنتون نیول اکیډمی كښې د زدكونكو سره روژه ماتې پروګرام كښې ګډون وكړو