تركيه به نړۍ د اسرائيل د ترهګرۍ نه خبروي ۔ترك اولس مشر

انقرہ۔ 06 مئی (اے پی پی)د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان وئيلي دي زما هېواد به ګرده نړۍ د اسرائيل د ترهګرۍ نه خبروي۔ د ترك خبر رسنې ادارې ترمخه اسرائيلي پوځ د غزه پټۍ كښې يوه ودانۍ په نښه كړې په كومه كښې چې د تركيه د اناطوليه خبر رسنې ايجنسۍ دفتر ؤ ۔ د بريد څخه وروستو ترك اولس مشر د اناطولیه خبر رسنې ايجنسۍ ډي جي شینول کزانجی سره د ټېلېفوني تماس نيولو په مهال په دې پېښه د افسوس څرګندونه وكړه۔ اولس مشر رجب طيب اردوان ووئيل د دې بريدونو باوجود به تركيه او د اناطوليه خبر رسنه اداره ګرده نړۍ د اسرائيل ترهګرۍ٬ ظلم او زياتي څخه خبروي۔ بلخوا د تركيه خارجه وزارت لخوا جاري كړې شوي يو بيان كښې نړيوالې ورورولۍ ته د اسرائيلي بريدونو مخنيوي له د ګامونو پورته كولو خواست شوې دې