پاکستان د افغان طالبانو په ژمي كښې بيا د منظم كېدو لپاره د پاكستان خاورې كارولو تور رد كړو

ملګري ملتونه 20 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د افغان طالبانو په ژمي كښې بيا منظم كېدو لپاره د پاكستان خاورې كارولو تور رد كړے دے ٬ حزب اسلامي سره د امن تړون نورې افغان ډلې ځان له مثال ګرځولې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لنډ مهاله مستقل استازي نبیل منیر په سلامتي كونسل په افغان وضعه د خبرو په مهال ووئيل پاكستان د ترهه ګرو ژالو خاتمې …

ملګري ملتونه 20 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د افغان طالبانو په ژمي كښې بيا منظم كېدو لپاره د پاكستان خاورې كارولو تور رد كړے دے ٬ حزب اسلامي سره د امن تړون نورې افغان ډلې ځان له مثال ګرځولې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لنډ مهاله مستقل استازي نبیل منیر په سلامتي كونسل په افغان وضعه د خبرو په مهال ووئيل پاكستان د ترهه ګرو ژالو خاتمې له عزم لري۔ده ووئيل افغانستان كښې د ترهه ګرۍ د پېښو زياتوالي وجوهات د افغانستان كورني دي بهرني نه دي۔ د افغان امنيتي ځواكونو د مېړانې باوجود وضعه خرابه ده۔ده ووئيل د افغان دولت كنټرول نه بهر سيمو كښې په لويه شمېره د ترهه ګرو او انتها خوښو ډلو شتوالې د افغانستان او ګاٶنډيانو هېوادونو د اوږدې مودې استحكام له لوي چېلنج دے۔ده ووئيل په پاك افغان پوله د تګ راتګ سخت انتظامات ضروري دي او په دې لړ كښې په سيمه ايزه كچه انتظام لپاره موثره مرسته نه كيږي ځكه چې افغان دولت په دوه اړخيزه بنياد كار كولو له راضې نه دے۔ ده ووئيل افغانستان كښې د سیاسې لاندې باندې سره د سلامتيا وضعه ځپلې كېده د تشوش وړ ده ۔ ده ووئيل پاکستان د تېرو څو لسيزو راهسې د لكهونو افغانانو كوربتوب كړې او پاكستان په ښه ډول د دوي ستنېده غواړي۔ دې څخه وړاندې د طالبانو سفير محمود سیکال خپلو خبرو كښې ووئيل د ژمي موسم طالب جنګيالو له د رخصتې موسم وي ۔ ده ھغه ټولو ډلو ته ووئيل چې افغان دولت سره خبرو ته كيښنې۔

مزید خبریں