لندن ۔ 6 مئی (اے پی پی) د انګلېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځني نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د شورؤ په ورځ لندن كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې په يواځني ټي ټونټي مېچ كښې بريا ترلاسه كولو څخه وروستو د كوربه لوبډلې حوصلې جګې دي او د يو ورځني مېچونو په سيريز كښې هم د بريا ترلاسه كولو عزم لري۔ بلخوا د پاكستانۍ كركټ لوبډلې لوبغاړو په ټي ټونټي مېچ كښې د ښه كاركردګۍ څرګندونه وكړه ولې د بده مرغه كاميابي ئې ترلاسه نه كړې شوه۔ د پاكستاني لوبغاړو وېنا ده چې په ون ډے سيريز كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره به بريا ترلاسه كړو۔ د دواړو لوبډلو سرلوبغاړو په دې لړ كښې بيانانونه جاري كړې دي او هيله ده چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ به د ون ډے سيريز مېچونه سخت وي او د كركټ مينه والو ته به د خوندورو لوبو كتلو موقع په لاس ورشي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د ون ډے سيريز اولنې مېچ به د روانې مياشتې په 8 مه ٬ دوهم په 11 مه ٬ درېم په 14 مه ٬ څلورم په 17 مه او پنځم او وروستې مېچ به په 19 مه نېټه كولې شي