د سېنېټ چيئرمېن  سيد يوسف رضا ګيلاني د بيلاروس صدر اليګزينډر لوكاشينكو سره وليدل

  منسك 24 ستمبر  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په منسك كښې د جمهوريه بيلاروس صدر اليګزينډر ګريګوريوچ لوكاشينكو سره د اعلیٰ پائې ملاقات وكړو۔ده د پاكستان اولس او پارلمان د اړخه د بيلاروس اولس لپاره  د خيرسګالي او نيكو هيلو پيغام وروسولو۔ د سېنېټ چيئرمېن د پاكستان پارليماني پلاوي په تود هركلي كولو او ميلمستيا كولو د صدر لوكاشينكو مننه وكړه۔ ده د بيلاروس …

 

منسك 24 ستمبر  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په منسك كښې د جمهوريه بيلاروس صدر اليګزينډر ګريګوريوچ لوكاشينكو سره د اعلیٰ پائې ملاقات وكړو۔ده د پاكستان اولس او پارلمان د اړخه د بيلاروس اولس لپاره  د خيرسګالي او نيكو هيلو پيغام وروسولو۔ د سېنېټ چيئرمېن د پاكستان پارليماني پلاوي په تود هركلي كولو او ميلمستيا كولو د صدر لوكاشينكو مننه وكړه۔ ده د بيلاروس سره د پاكستان پخوانۍ او د ملګرتيا اړيكو ستائيلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكي په شريك احترام، مرسته او يووالي اډانه دي۔سيد يوسف رضا ګيلاني د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو او سياسي، پارلماني، اقتصادي، تعليمي، تكنيكي، كلتوري او اولسي كچه رابطو پشمول بيلو څانګو كښې د مرستي زياتولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن  د مئي 2015 اسلام آباد اعلاميه او اګست 2015 كښې ترسره شوې د ملګرتيا او مرستي لوظنامه د دوه اړخيزه مرستي پراخه فريم ورك لپاره مهم بنياد وګرځولو۔ده اپريل 2025 كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف  د منسك سركاري دورې او نومبر 2025 كښې د صدر لوكاشينكو د پاكستان سركاري دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلیٰ پائې رابطو مهمه كاميابي وګرځوله۔د سېنېټ چيئرمېن د ملګرو ملتونو او شنګھائي مرستي تنظيم پشمول سيمه ايز او ګڼ اړخيز فورمز د پاكستان او بيلاروس ترمينځه  د پرله پسې مرستي په اهميت زور راوړو ۔ سيد يوسف رضا ګيلاني دا باور څرګند كړو چې پرله پسې د اعلیٰ پائې رابطې، قوي پارليماني و اقتصادي مرسته او په اولسي كچه زياتي شوې رابطې به د پاكستان او بيلاروس ترمينځه پخوانۍ ملګرتيا نوره هم مستحكمه كړي۔ د سېنېټ چيئرمېن يو ځل بيا د صدر اليګزينډر لوكاشينكو د پاكستاني پلاوي لپاره په تود هركلي كولو او ميلمستيا مننه وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې  د پاكستان او بيلاروس اړيكي به سباؤن كښې لا قوي شي۔

مزید خبریں