پاكستان دا مهال اړي ګړي نه٬ امن٬استحكام او معاشي بحالۍ ته ضرورت لري ۔احسن اقبال

  فيصل آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي پاكستان  دا مهال د سياسي اړي ګړي  ته نه بلكې د امن٬استحكام او معاشي بحالۍ  ته ضرورت لري ٬د سياسي مسئلو حل په سړكونو احتجاج او محاذ آرائي په ځائے د آئيني او قانوني لارې په اختيارولو كښې دے۔فيصل آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې ميډيا سره خبرو كښې …

 

فيصل آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي پاكستان  دا مهال د سياسي اړي ګړي  ته نه بلكې د امن٬استحكام او معاشي بحالۍ  ته ضرورت لري ٬د سياسي مسئلو حل په سړكونو احتجاج او محاذ آرائي په ځائے د آئيني او قانوني لارې په اختيارولو كښې دے۔فيصل آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئېل  هېواد ته رامخې ته شوې امنيتي چېلنجونه او  د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ په لړ كښې داسې هلو ځلو څخه ډډه كول پكار ده كومې چې قامي معيشت او امن او امان متاثر كوي ۔ده ووئيل پاكستان ته اوسنۍ موده كښې په نړيواله كچه يو نوے شناخت ترلاسه شوے ٬سعودي عرب سره دفاعي لوظ نامه شوې ده او د هېواد معاشي ميدان كښې هم كاميابۍ ترلاسه كوي٬ځكه موجوده حالات كښې قامي يو والي او داخلي استحكام لا قوي كولو  ته ضرورت دے۔ده د پي ټي آئي باني قانوني حېثيت حوالې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل  هغه سياسي بنديوان نه دے بلكې يو عدالت څخه سزا شوے كس دے او د 190 ملين پاؤنډ مقدمه دستاويزي نوعيت لري۔ده ووئيل كه يو كس خپل ځان پخپله بې ګناه ګڼي  نو هغه له په سړكونو د احتجاج كولو په ځائے عدالتونو كښې خپل درخواست دائر كول غواړي ۔ده د 190 ملين پاؤنډ معاملې وضاحت كولو سره ووئيل  د برتانيې لخوا پاكستان ته بيرته وركونكے رقم په سركاري خزانه كښې د جمع كولو په ځائے  د ملك رياض جرمانې لپاره  د سپريم كورټ  اكاؤنټ كښې جمع كړے شوے كوم څخه چې يو كس ته ګټه رسېدلې۔د دې له مخې دا نزدې د 60 اربه روپو معامله ده۔ده ووئيل  سياسي اختلافات د احتجاج٬تصادم او په سړكونو محاذ آرائي پلو تللو په ځاې آئيني او قانوني لاره اختيارولو كښې د هېواد ګټه ده۔ده ووئيل  پاكستان دا مهال د امن متقاضي دے او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوښت دے٬دښمن معركه حق كښې د ماتې نه پس غېر روايتي جنګ د لارې پاكستان كښې  دناامني خپرولو هڅه كوي٬ځكه د داسې هلو ځلو څخه ډډه ضروري ده كومې چې  د امن او امان صورتحال متاثر كوي۔

مزید خبریں