منسك/اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې د پاكستان پارليماني پلاوې په سركاري دوره بيلاروس ته ورسيد۔ د سېنېټ چيئرمېن منسك كښې په فتح يادګار حاضري وكړه،د ګلونو څادر غوړولو سره ئې د امن و آزادۍ دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو اتلانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ دا دستوره د پاكستان پارليماني پلاوي سركاري دورې پروګرام رسمي پيل …
سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بيلاروس ته ورسيد، منسك كښې په فتح يادګار حاضري،د ګلونو څادر ئې وغوړولو

مزید خبریں
منسك/اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې د پاكستان پارليماني پلاوې په سركاري دوره بيلاروس ته ورسيد۔ د سېنېټ چيئرمېن منسك كښې په فتح يادګار حاضري وكړه،د ګلونو څادر غوړولو سره ئې د امن و آزادۍ دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو اتلانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ دا دستوره د پاكستان پارليماني پلاوي سركاري دورې پروګرام رسمي پيل ؤ كوم چې تاريخي او علامتي اهميت لري۔دستوره د دواړو هېوادونو د اړخه تاريخي ورثې او يادداښت تحفظ، د تيرو نسلونو د قربانو احترام او امن، خپلواكۍ او بشري وقار شريك اقدار سره د تړون عكاسي وه۔ په دستوره كښې د بيلاروس كونسل آف ري پبلك نړيوالو چارو او د قامي سلامتيا په اړه د قائمه كمېټۍ چيئرمين سرګئي الينك، د منسك سټي ايګزيكټو كمېټۍ او منسك سټي كونسل آف ډپټيز نمائندګانو ګډون وكړو۔دې څخه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې د پاكستان پارليماني پلاوې د بيلاروس په دوه ورځنۍ سركاري دوره منسك ته ورسيد۔ د منسك په نېشنل ايئرپورټ د پلاوي هركلے د كونسل آف ري پبلك ډپټي چيئرمېن ايګور بريليوچ او د نړيوالو چارو او قامي سلامتيا په اړه د قائمه كمېټۍ چيئرمين سرګئي الينك وكړو۔










