ماسكو – د الوتكې پېښه كښې د مړو شمېره 41 ته ورسېده ٬ 11 مسافر ژوبل

ماسکو۔ 06 مئی(اے پی پی) د روسيه پلازمينې ماسكو په شیرمیټیوووا هوائی مېدان د مسافرې الوتكې په بېړني توګه كوزېدو څخه وروستو د اورلګېدو پېښې په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره 41 ته رسېدلې ده۔ پېښه كښې 11 نور مسافر ژوبل شوي هم دي۔ د روسيه ميډيا ترمخه په مړو شويو كښې دوه كوچنيان او فلائټ اټنډېنټ هم شامل دي۔ د اطلاعاتو لمخې پېښې سره مخ شوې دې الوتكه كښې 78 مسافر ناست وو په كومو كښې چې 37 بچ كړې شوي دي۔ د انټرفېکس نیوز ایجنسی او تحقیقاتی کمېټۍ ترمخه د الوتكې عملې د ماسكو شېرمیټیوو هوائی مېدان څخه قطبي لوئيديز ښار مُرمنسك ښار پلو پاڅېدو نه لږه شېبه وروستو د سختې خطرې په اړه اشارې جاري كړې۔ د تحقيقاتي كمېټۍ ترمخه مسافره الوتكه ‘ایرو فلوټ سکوئی سپر جېټ’ په بېړني توګه د كوزېدو په اولنۍ هڅه كښې ناكامه شوه۔ د روسيه قومی کېریئر ایرروفلوټ وئيلي دي چې الوتكه د تكنيكي سوبونو په بنياد په بېرته راتللو مجبوره كړې شوې وه ولې ددې وضاحت شوې نه دې