ممبئۍ۔ 01 مئی (اے پی پی) په لوئيديز هند كښې د ماؤ ياغيانو بريد كښې 16 هندي نيم پوځي اهلكار وژلې شوي دي۔ د ځائي پوليس ترمخه د مهار شړا صوبې په ګړھچرولي سيمه كښې ماؤ ياغيانو د نيم پوځي ډلو په يو ګاډي بريد كولو سره دا د سړك په غاړه د اېښودلې شوي مائين چاؤدنې سره په نښه كړو۔ دې څخه وروستو ئې په ګاډي ډزې وكړې۔ د ذريعو ترمخه د بريد په نتيجه كښې د پېرا ملټري فورس 16 ځوان مړه او د دوئي ګاډې تباه شو۔ په دې مهال ماؤ بريد كوؤنكي وتېښدل۔ د پوليس ترمخه پېرا ملټري امنيتي اهلكار نزدې كلي پور ادا ته روان وو چې دوئي په نښه كړې شو۔