بیجنګ ۔ 28 اپرېل (اے پی پی) د پاكستان او چين ترمينځھ دوه اړخيزه تجارت ته وده وركولو له د آزاد تجارت لوظنامې په دوهم پړاؤ كښې لاس ليك شوې دي۔ وزیراعظم عمران خان او د ده چينائي همڅنګ لي كي چيانګ هم د لاس ليك دستوره كښې موجود وو۔ دې څخه وړاندې د دوهم بېلټ و روډ فورم په پايه وزیراعظم عمران خان د چین خپل همڅنګ لی کی چیانګ سره ملاقات وكړو۔ دواړو وزيراعظمانو سره وزيران او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم عمران خان د دوهم بېلټ اېنډ روډ فورم كاميابۍ سره په كولو چينائي مشرتابه ته مباركي وركړه۔ وزیراعظم عمران خان پاكستاني معيشت لپاره د سي پېك په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل دې سره صنعتي پرمختګ ٬ د روزګار منصوبې ٬ د سماجي پياوړتيا او د كركيلې په شمول پرمختګ لپاره د نوې سيمو پراختيا د اطمينان وړ ده او دا د حكومتي ترجيحاتو سره سمه ده۔ دواړه لارښود په سياسي ٬ د سلامتيا ٬ معاشي ٬ تعليمي سائنس وټېكنالوجي ٬ كلتوري او اولسي كچه د اړيكو مستحكم كولو ته صلا شول۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د اعلی كچې پلاويو د تګ راتګ عمل په جاري ساتلو هم صلا راغله۔ دواړو لارښودو سوئيلي آسيا كښې د امن او استحكام او افغانستان كښې د امن هڅو په شمول په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړه لارښود خپل منځه رابطو له هڅو كولو ته هم صلا شول۔ دواړوو وزيراعظمانو د چين پاكستان ترمينځه د آزاد تجارت دوهم پړاؤ لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو(وا/2050)۔