بیجنګ۔ 28 اپریل (اے پی پی) د پاكستان او چين ترمينځھ د رېلوے لوظنامه اېم اېل ون لاس ليك شوه۔ ددې منصوبې ترمخه به پېښور څخه تر كراچۍ رېلوے ټرېك دوه برابره كولې او د رېل ګاډو اوسط رفتار به د ساعت په سر تر 160 كلوميټره رسولې شي چې ورسره به د سفر په دورانيه كښې ښكاره كمې رامخې ته شي۔ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وېنا ده چې نن پاكستان كښې د رېلوے د تاريخ لويه ورځ ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ بيجنګ كښې د پاكستان او چين ترمينځھ د رېلوے په لوظنامه اېم اېل ون د لاس ليك دستورې په موقعه وكړه۔ دا لوظنامه وزيراعظم عمران خان او دده چينائي همڅنګ لي كي چيانګ لاس ليك كره۔ شېخ رشید احمد ووئيل پاكستان كښې د رېلوے تاريخ نن تر ټولو لويه ورځ ده۔ د منصوبې ترمخه به پېښور څخه تر كراچۍ ټرېك دوه برابره جوړولې۔ په نوې ټرېك به د رېل ګاډو رفتار د ساعت په سر لږ تر لږ 160 كلوميټر وي۔ ده ووئيل 13 كاله وړاندې ما ددې منصوبې فېزېبلټي لاس ليك كړې وه۔