
اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د افغان روغې جوړې عمل لپاره د امریکې خاص استازي زلمے خلیل زاد د افغانستان پحقله د وزیراعظم عمران خان د اوسني بيان ستائنه كولو سره وئېلې دي د وزيراعظم بيان سره به په منطقه كښې په زړه پورې بدلون رامخې ته شي چې پكښې به د پاكستان قائدانه كردار وي۔ د جمعې په ورځ خپل يو ټوئټ كښې خلیل زاد ووئيل د وزیراعظم عمران خان د افغانستان پحقله بيان د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيېل په تشدد كښې كمې او د نورو هېوادونو د كورنيو شخړو د ودې وركولو په ضد پاليسۍ لپاره د وزیراعظم عمران خان غږ سره به په منطقه كښې مثبت بدلون راشي چې پكښې به د پاكستان كردار قائدانه وي