بيجنګ 26 اپرېل (اے پي پي)د چين په پايه تحت بيجنګ كښې د بېلټ اينډ روډ په اړه د نړيوالې مرستې دوهم اعلٰی كچ فورم پرانستې دستوره وشوه۔د چين اولس مشر شي جن پنګ”ښه سباؤن لپاره دي بېلټ اينډ روډ په ګډه تعمير كړی شي”عنوان ته خطاب كړې۔ده ووئيل”دي بېلټ اينډ روډ”مقصد انټركنكشن او د شريكې مرستې د لارې شريك پرمختګ دے٬د ټولو ډلو شريكو هڅو په سوب وړومبني فورم څخه ترلاسه نتيجې كاميابۍ سره نافذ كړې شوي۔شي جن پنګ ووئيل چين به محصولات لا كم كړي٬ مختلف غېر ټېرف خنډان ختمولو سره به د چين ماركيټ دروازې لا پرانستلې شي او د نړۍ بېلو هېوادونو اعلٰی معيار مصنوعاتو به هركلے كولې شي۔ده ووئيل چين تجارتي ګټې ته خاص پام لرنه نه كوي٬چين د نورو هېوادونو څخه اعلٰی معيار زرعي مصنوعات او سروسز درآمد كولو له خوښي لري او متوازن تجارتي پرمختګ ته به وده وركولو لپاره هڅې كوي۔د چين اولس مشر ووئيل د علمي اثاثه جاتو تحفظ ا ود نړيوالې مرستې مضبوطيا لپاره به چين كاروباري چاپېريال لا ښه كوي٬د علمي جائيداد تحفظ لپاره قانوني نظام به ښه كولې شي٬٬ ده ووئېل د غېر ملكي دانشورانو د ملكيت جائز حقونو او مفاداتو به تحفظ كوو ۔چين به د ماركيټ اصولو او اړوند قوانين او ضابطو په بنياد اډانه نړيوالو تكنيكي تبادلو او مرستې ته وده وركوي۔د يادونې وړ ده تر دې مهال چين د 150 څخه زياتو هېوادونو او نړيوالو تنظيمونو سره”دي بېلټ اينډ روډ”پھ اړه د مرستې په لوظ نامو لاس ليك كړے دے