ترهګر سري لنكا كښې نور بريدونه كولې شي۔ امريكا

واشنګټن۔ 22 اپریل (اے پی پی) د امريكا د خارجه چارو څانګې خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې سري لنكا كښې ترهګر نور بريدونه كولې شي۔ امريكائي وګړو لپاره يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې سری لنکا كښې ترهګره ډله څه وخت هم يو وارې بيا د ترهګرۍ كارروائي كولې شي۔ له دې كبله امريكائي وګړي دې سري لنكا كښې د سېل ځايونو ٬ د رش ځايونو ٬ شاپنګ مالز ٬هوټلو ٬ د عبادت او اولسي ځايونو څخه لرې پاتې كېږي۔