اسلام آباد ۔ 20 اپرېل (اے پی پی) د ايران خارجه وزير د بلوچستان په ارماړه سيمه كښې د ترهګر بريد غندنه كولو سره وئيلي دي ترهګر ٬ شدت خوښي او د دوئي مرسته كوؤنكي د دواړو اسلامي هېوادونو ترمينځه نزدې اړيكو څخه وېريږي۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې ايراني خارجه وزير ارماړه كښې د ترهګر بريد غندنه كولو سره ووئيل ترهګرو بريد په يو داسې وخت كښې كړې دې كله چې د پاكستان وزيراعظم د ايران په دوره راروان دې۔ جواد ظریف ووئيل ترهګر ٬ شدت خوښي او د دوئي مرسته كوؤنكي د دواړو اسلامي هېوادونو ترمينځه نزدې اړيكو څخه وېريږي۔ ده ووئيل ايرن د پاكستان حكومت او اولس سره ولاړ دې۔