د شمالي كوريا مشران به د روانې مياشت په اختتام د روس دوره كوي

ماسكو 20 اپرېل (اے پي پي)د روسيې حكومت وئېلي دي چې د شمالي كوريا مشر كم جونګ آن د روانې مياشت په اختتام د روس دوره كوي۔د شمالي كوريا لارښود ته د دې دورې بلنه د روسيې اولس مشر ولادي ميرپيوټن وركړې۔د روسيې مېډيا له مخې د پيوټن او كم جونګ آن ترمينځه ملاقات په ختيز ولادي ووسټك ښار كښې د كېدو امكان دے ځكه چې دا د شمالي كوريا پولېس سره نزدې ښار دے۔د كم جونګ آن د روسيې دوره د اولس مشر پيوټن د چين دورې څخه وړاندې هم كېدې شي