بماكو 19 اپرېل (اے پي پي)د افريقې هېواد مالي وزيراعظم او د هغه كابينه استعفي وركړې ده ۔د مالي وزيراعظم په ضد د زيارت په ورځ تحريك عدم اعتماد وړاندې كړی شو كوم چې كامياب شو۔په مالي حكومت د موپټي په منطقه كښې د تشدد مخ نيوي نه كولو په سوب سخت اولسي او سياسي فشار ؤ ۔د مالي اولس مشر ابراهيم بوبكر كيټا دفتر څخه جاري شوي بيان له مخې هغه د وزيراعظم سوميلاؤبوبي ميګا او د هغه د كابينې استعفٰی قبول كړې ده ۔بيان كښې وئېلي شوي نوې حكومت به د حكمران او د اپوزېشن ګوندونو په مشاورت سره ډېر زر جوړ كړې شي