ملګري ملتونه 09 اپریل (اے پی پی) بشري خواخوږۍ لپاره د ملګرو ملتونو کوآرډینېټر لائز ګرېنډی په يمن د فضائي بريد په نتيجه كښې د 11 بې ګناه وګړو وژلې كېدو په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده غمجنيو كورنيو سره غمرازي كولو كښې ووئيل د بې ګناه وګړو په نښه كېدل د عقل نه لرې خبره ده۔ ده ووئيل د دې ډول پېښو مخنيوي له بايد ټولې ممكنه هڅې وكړې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د اتوار په ورځ د ترسره شوي فضائي بريد په نتيجه كښې د 5 زده كوؤنكو په شمول 11 كسان وژلې او لوئې شمېر مېرمنې او كوچنيان ژوبل شوي وو۔ ده ووئيل د وګړو د ځان او مال ساتنه د نړيوال قانون په بنيادي اصولو كښې شامل ده۔ ده ووئيل يمن كښې د حكومتي پوځ او ياغي ډلو ترمينځه د روانې نښتې لامله هېواد د تباهۍ خلې ته رسېدلې ۔ د 24 ملین آبادۍ په دې هېواد كښې هر 5 يمني وګړو كښې 4 تحفظ او مرستې ته اړتيا لري۔ تېر كال د جنګ په نتيجه كښې د كوچنيانو په شمول د زرګونو په شمېر وګړي وژلي شوي وو۔