سیاسي ٬مذهبي مشران او سول سوسائټيز دې د كركې ٬ فرق او تعصب ختمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ انتونیو ګوئټرز

ملګري ملتونه 08 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرز د نړۍ په بېلا بېلو سيمو كښې د انتها خوښۍ٬ نسل پرستۍ او عدم برداشت زياتېدونكو رحجاتو په اړه خبردارولو سره په سياسي ٬ مذهبي او سول سوسائټۍ زور رواړې چې ھغوي دې د فرق او تعصب ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كړي ځكه چې دې خبرو سره بشري حقونو ٬ سماجي استحكام او امن ته خطر رامخې ته كېږي۔ د روانډا د قتل عام د 25م تلين په موقع خپل پېغام كښې عمومي سېكتر د ګردې نړۍ اولس ته ووئيل چې ھغوي دې يو سوله ايز او همكاره سباٶن جوړولو لپاره په ګډه كار وكړي۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته د روانډا د خلقو ياد تازه كوي څوك چې بې قصوره او په بې دردۍ سره قتل كړې شول٬ مونږ اوس هم دغه پېښه دړد مند يو ٬ په روانډا كښې د 7م ا پرېل نه پس په دريو مياشتو كښې د لكهونو په شمېر خلق وژلې شوې وو چې په كښې د قتل عام مخالفت كوٶنكي هوټو او نور قبائل هم شامل وو۔ د تلين په موقع په جنيوا او نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې د غمرازۍ غونډې هم وشوې