جکارته ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د انډونيشيا په نوسا ټينګارا صوبه كښې د اتوار په ورځ د زلزلې سخت جړقونه محسوس كړې شول بياهم د سونامي كوم خبردارې جاري كړې شوې نه دې۔ د انډونيشيا د موسميات څانګې او جيوګرافيكل ايجنسۍ يو افسر عبد الروزېد ووئيل چې د اتوار په سحر 6 دقيقيې كم په 5 بجې په رېكټر سكېل د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د زلزلې مركز نوسا ټینګارا څخه 148 کلومیټره لرې د زمكې سطحې څخه 573 کلومیټر ژوروالي كښې وو۔ انډونيشيا زلزله ځپلې سيمې’پېسفک رنګ آف فائر‘ كښې ده ځكه دلته د زلزلې زيات جړقونه محسوسېږي۔