يمن ٬ افغانستان او د ميانمار په ډول شخړو سره مخ 16 هېوادونو كښې وګړي تشدد نه زيات د ګندا اوبو دلاسه مري۔ ملګري ملتونه

اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) مګرو ملتونو وئيلي دي يمن ٬ افغانستان او د ميانمار په ډول شخړو سره مخ 16 هېوادونو كښې وګړي تشدد نه زيات د ګندا اوبو دلاسه مري۔د ملګرو ملتونو د كوچنيانو خېر ښېګړې ادارې (یونیسېف) راپور ترمخه د حفظان صحت اصولو سره سمون نه خوړونكې اوبه د ډېرو رنځونو سبب ګرځي كومو كښې چې د خېټې رنځونه ترټولو وړومبي دي۔ راپور كښې وئيلي شوي دي چې كه د كورنۍ جھګړو سره مخ هېوادونو كښې د وژنې پېښو موازانه د ګندا اوبو د لاسه د وګړو د مړه كېدو پېښو سره وكړې شي نو 15 كاله څخه د كم عمر كوچنيانو كښې به ددې تناسب درې چنده زيات وي۔ ولې چې بېکټېریل اوبه د زياتر مرګونو سبب جوړېږي۔ او 5 كاله څخه د كم عمر كوچنيانو كښې دا خطره 20 چنده زياته موندلې شي۔ راپور كښې وئيلي شوي دي چې د ډائیریا په ډول رنځونه لكه هېضه د كم عمره كوچنيانو ژوند وړلې شي۔ او دا داسې رنځ دې كوم چې د ګندا اوبو دلاسه رامخې ته كېږي۔