
برلن 04 اپرېل (اے پي پي) د المان چانسلرې انجيلا مركل په نامه په يوه پرانستې چيټۍ كښې د دوه نيمو سوو نه زياتو سماجي نتظيمونو د كډوالو پحقله د اروپاﺀ په نوې پاليسۍ سخت ټكونه كړې دې۔ د اېمنسټي انټرنېشنل او ډاكټرز ود آٶټ بارډرز پشمول 262 نتظيمونو لخوا په ليكلي شوي خط كښې چانسلرې انجيلا مركل څخه د اروپائي پاليسۍ په بدلولو كښې د كردار لوبولو غوښتنه هم كړې ۔ د دې ادارو له مخې په اوسنې اروپائي پاليسۍ كښې په بحيره روم كښې د خلقو ډوبېدو نه پام اخوا كولو لپاره د اروپا ګېر چاپېره د ديوال په جوړولو زور راوړلې شوې ۔ د ملګرو ملتونو شمېرو له مخې تېر كال 2300 كډوال په بحيره روم كښې ډوب شوې وو۔